کورپاڼه / روغتيا / له ذهني فشار څخه د ژغورلو آسانه لارې چارې

له ذهني فشار څخه د ژغورلو آسانه لارې چارې

ذهني روغتیا نیغ په نیغه له بدني روغتیا سره اړیکې لري، که چېرته مو ذهني فعالیتونه سم نه وي، نو د بدني ناروغیو خطر مو هم ډېرېږي. روغتیایي کارپوهان وایي چې په روان مصروفه ژوند کې لکه څنګه چې بدن ښو او مناسبو خوړو ته اړتیا لري، همدغه ډول ذهني روغتیا ته هم پاملرنه اړینه وي، خو ډېری وخت د مصروفیتونو په سبب د مناسبو خوړو ترڅنګ ذهني روغتیا هم له پامه غورځي چې بیا خطرناک تمامېدلی شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې ددې لپاره چې په دې مصروفه ژوند کې د ښې ذهني او بدني روغتیا خاوندان شو، باید ښه خواړه وخورو او تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړو او خپل کارونه د یو پلان له مخې ترسره کړو، دغه راز که چېرته غواړو چې له ذهني فشار څخه وژغورل شو، نو باید لاندې لارې چارې عملي کړو.

خپلې روغتیا ته اهمیت ورکړئ:

نن ورځ مو څنګه تېره شوه په دې اړه فکر کولو ته وخت ورکړئ، پنځه دقیقې آرامه کینئ او د تېرې ورځې په اړه فکر وکړئ، دغه راز د خپلو بریالیتوبونو او د الله تعالی په مهربانیو شکر وباسئ.

د سبا لپاره پلان جوړ کړئ:

ارواپوهنه وایي چې مصروفه ژوند د ژوند د تېرولو لارې چارې بدلې کړي، ځینې انساني عادتونه د انسان په سلوک ناوړه اغېزې کوي، چې بیا یې د ذهني روغتیا لپاره خطرناک تمامېږي، نو د ورځې په پیل کې یو ځل ټول کارونه له ځان سره تکرار کړئ، ځان ته وخت ورکړئ، قدم ووهئ او په اوونۍ کې یو ځل چکر ووهئ.

ځان متحرک او فعال وساتئ:

متحرک او فعال اوسېدل ذهني فشار کموي، انرژي ډېروي او د ښه خوب لپاره مرستندویه وي.

د مصروفیت پر وخت ملګري له نظره مه غورځوئ:

د یوې ستړۍ اوونۍ له تېرولو وروسته د رخصتۍ ورځ په بستره کې مه تېروئ او پرځای له ملګرو سره وخت تېر کړئ.

ښه او آرامه خوب وکړئ:

د ښه خوب لپاره له ښو او مناسبو خوړو څخه ګټه واخلئ او له ویده کېدو یو ساعت دمخه سکرین یا موبایل مه استعمالوئ، له وېده کېدو څلور ساعته دمخه ډوډۍ وخورئ، په کوټه کې د خپلې خوښې عطر وشیندئ او یو ښه کتاب د مطالعې لپاره انتخاب کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …