کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان په هندۍ لوبډله ٥٧٨ منډې وکړې
هند او انګلستان

انګلستان په هندۍ لوبډله ٥٧٨ منډې وکړې

د انګلستان لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د هند پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ٥٧٨ منډې يې ترلاسه کړې.

دا لوبه چې نن يې دريمه ورځ ده، انګلستان د پچې تر ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړې کړې وه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٥٧٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې جو روټ ٢١٨، بډام سبلي ٨٧ او بين سټوکس ٨٢ وکړې.

د هند له لوري جسپريت پومرا او روي چندرن اشوين ٣-٣ لوبغاړي وسوځول، شهباز نديم او ايشانت شرما هم ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

دا د جو روټ ١٠٠مه ټېسټ لوبه هم ده، چې غبرګه سليزه يې پکې ووهله.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې بيا تراوسه پورې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٨٤ منډې کړې دې، چې له ډلې يې شوبمن ګيل ٢٩ او چيتيشور پجارا ٢٦ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

سکندر رضا د سرطان له خطره وژغورل شو

د زمبابوې د کرکټ ملې لوبډلې پاکستانی الراونډر سکندر رضا د سرطان له خطر څخه …