کورپاڼه / روغتيا / د ځیرک موبایل وړانګې مو د ړندېدو خطر ډېروي

د ځیرک موبایل وړانګې مو د ړندېدو خطر ډېروي

روغتیایي کارپوهان وایي چې له ځیرک موبایل څخه خارجېدونکي وړانګې د سترګو لپاره له تمې زیات خطرناک ګڼل کېږي او د سترګو د روغتیا لپاره زیانمن کېږي.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې له ځیرک موبایل څخه د خارجیدونکي وړانګو په اړه امریکایي روغتیاپالانو څېړنې کړي او ویلي یې دي، چې د وړانګو د زیانونو په سبب د سترګو د دید د برخې په عضلو کې تنزلي رامنځته کېږي او د ړندېدو خطر یې ډېروي او دا خطر هغه وخت نور هم زیاتېږي چې د شپې لخوا استعمال شي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د سترګو قرنیه د ځیرک موبایلونو وړانګو جذبوي، چې بیا زهرجنې مادې رامنځته کوي او د سترګو حجرو ته زیان رسوي.

ددې لپاره چې د ځیرکو موبایلونو له دې او نورو زیانونو څخه ځان او خپله کورنۍ وژغورو، باید د امکان تر حده له موبایل، ټچ سکرین یا د لویو سکرینونو څخه ځان وساتو، له ویده کېدو څخه یو ساعت دمخه موبایل یا سکرین ونه کاروو، خپل ماشومان ور ځنې لېرې وساتو او د استعمال پرمهال یې له سترګو لېرې ونیسو.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …