کورپاڼه / بېلا بېل / په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره اتیا سلنه د سوځېدلي ځوان د مخ او لاسونو بریالۍ پیوندکاري ترسره شوه

په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره اتیا سلنه د سوځېدلي ځوان د مخ او لاسونو بریالۍ پیوندکاري ترسره شوه

د لومړي ځل د یو دوه ویشت کلن ځوان د مخ او لاسونو د پیوندکارۍ عملیات په بریاليتوب سره ترسره شوي او یو نوی ژوند یې ور په برخه کړی دی.

جویی ډیمیو چې په ۲۰۱۸ کال د موټر د ټکر په پایله کې سوځېدلی و او د بدن اتیا سلنه برخه یې اغېزمنه شوې، چې تر څو میاشتو پورې د کوما په حالت کې هم و او له هغې وروسته یې د رغېدو لپاره عملیات ترسره شول.

د نوموړي د درملنې لپاره یوې روغتیایي ډلې په ۲۰۱۹  کال د پیوندکارۍ هڅې وکړې، چې دفاعي سیستم یې یوازې ورسره شپږ سلنه سر خواړه، خو اخري پیوندکاري یې بیا ډېره ستونزمنه او حوصله غوښتونکي وه چې ۲۳ ساعته یې دوام درلود، چې اتیا ډاکترانو ور پکې برخه اخیستې وه او تر اوسه پورې یې په پیوندکارۍ کې ستونزه نه ده راغلې او اوسمهال ډیمیو ته د مسکا کولو، د بڼو د رپولو او د یو شي د لمسولو او د فشار راوړلو زده کړه ورکول کېږي.

ډیمیو به اوس ټول عمر د ډاکترانو د څارنې لاندې وي او په پیوندکارۍ کې د ستونزو په صورت کې به یې ډاکترانو هڅې کوي، ترڅو بېرته یې عادي ژوند ته راوګرځوي.

جویی ډیمیو وایې چې اوسمهال داسې احساس کوي لکه نوی ژوند یې چې موندلی وي.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …