کورپاڼه / جالب / په هند کې د یو داسې سپي مجسمه جوړه شوې، چې ۴۹ قضیې حل کړې وې
سپى

په هند کې د یو داسې سپي مجسمه جوړه شوې، چې ۴۹ قضیې حل کړې وې

په هند کې د یو داسې ځیرک او هوښیار سپي د درناوي په پار مجسمه جوړ شوې ده، چې د ۴۹ قضیو په حل او د مجرمونو په نېولو کې یې مرسته کړې وه.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې د هند په اترپردیش ایالت د مظفر نګر په والسوالۍ کې د پولیسو اړوند د جرمني سپي مجسمې جوړه شوې او ویل کېږي چې دغه مجسمې یې د سپي د خدمتونو د درناوي په پار تیار کړې ده.

ویل کېږي چې دغه سپی څو موده وړاندې د روغتیایې ستونزو په سبب مړ شوی و، چې دې روزل شوي سپي ته یې د ASP رتبه هم ورکړې وه.

ویل کېږي چې د مجسمې د پرانیستې مراسم د پولیسو په لیکه کې ترسره شول، چې لوړ پوړو افسرانو هم پکې ګډون درلود، پخواني پولیس افر ابیشیک یادو پخپل ټویټ کې لیکلي، چې دغه سپې په ۲۰۱۴ کال د مظفر نګر پولیسو کې شامل شوی و، چې ۴۹ قضیې حل کړې وې.

بله خوا په ټولنیزو رسنیو کې د سپي د مجسمې تصویرونه خپاره شوي او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا یې ددې کار ستاینه شوې.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …