کورپاڼه / هنر او کلتور / د سني لیون پر وړاندې د درغلۍ (چل ول) قضیه ثبت شوې
سني ليون

د سني لیون پر وړاندې د درغلۍ (چل ول) قضیه ثبت شوې

د بالیووډ د وتلې اداکارې یا هنرمندې سني لیون پر وړاندې د درغلۍ یا د چل ول قضیه ثبت شوې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې سني لیون هغه وخت له ستونزو سره مخ شوه، کله چې د (کیرالا) پولیسو په (تریونندرم) کې د سني لیون په شخصي کور کې له نوموړې څخه د درغلۍ یا چل ول په اړه پوښتنې وکړې.

ویل کېږي چې د سني لیون پر وړاندې دغه قضیه د یو مدیر لخوا ثبت شوې او پخپله عرضه کې یې سني لیون په درغلۍ یا چل ول تورنه کړې ده.

د ار شیاس په نوم دغه شخص وایي، چې سني لیون ورڅخه ۲۹ لکه هندي روپۍ اخیستې وې او وعده یې کړې وه، چې د کیرالا ایالت په بېلابېلو غونډو کې به برخه اخلي، خو نوموړې خپله وعده پوره نه کړه.

عرضه کوونکی شخص وایي چې د سني لیون مدیر وعده کړې وه، چې له ۲۰۱۶ وروسته به روپۍ په قسطونو ورکوي او په پنځو غونډو کې به برخه اخلي، لا تر اوسه یې په یوه غونډه کې هم شرکت نه دی کړی.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان په دې ډول حالاتو له وړاندې اندیښنه ښودلې وه

د هندي سینما یا بالیووډ بې تاجه پاچا شاه رخ خان په دې ورځو کې …