کورپاڼه / اسلام / الله تعالی به چاته دوه جنتونه ورکوي؟

الله تعالی به چاته دوه جنتونه ورکوي؟

د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه کې یو ځوان عبادت کوونکي به تل په جومات کې عبادت کاوه، عمر رضي الله عنه یې له عبادت اغېزمن و، د ځوان پلار بېخي کمزوری شوی و، نو د ماسخوتن له لمانځه وروسته به د پلار خدمت ته تلو، په لار کې یو ښځه ورباندې مئینه شوه، هره ورځ به یې بلنه ورکوله او ځوراوه به یې، یوه ورځ دغه ځوان له هغې ښځې سره لاړ، کله چې له دروازې دننه شو نو دا ایت شریف ولوست ژباړه یې داده، هغه کسان چې پرهیزګاره وي کله چې د شیطان لخوا ورته خطر پیدا شي، نو یادوي یې او ویني یې.

دا وخت د الله تعالی وېره یې په زړه کې پیدا شوه، په ځمکه ولوید او بې هوښه شو، کله چې لږ ناوخته شو نو پلار یې په لټون پسې راووت، ګوري چې بې هوښه پروت دی، کور ته یوړو او ورنه پوښتنه وکړه چې رښتیا راته ووایه څه درباندې تېر شوي؟ ځوان هماغه ایت ولوست، چغه یې کړه او په ځمکه راولوید او وفات شو، خلکو غسل او کفن ورکړ او سهار یې ټوله کیسه حضرت عمر رضي الله عنه چا کیسه وکړه.

عمر رضي الله عنه د ځوان پلار ته د تسلۍ لپاره لاړ او ورته یې وویل چې تا ولې ماته خبر را نه کړ، د ځوان پلار وویل ای امیر المومنینه! شپه وه ما ویل چې په تکلیف نه شې، عمر رضي الله عنه وویل ما د ځوان قبر ته بوځئ او د صحابه کرامو سره قبر ته ورسېد او و یې ویل، هغه شخص چې خپل رب ته له مخامخ وېرېږي، هغه به د دوو جنتونو خاوند وي، ځوان له قبر څخه ځواب ورکړ، پرته له شکه الله تعالی ماته دوه جنتونه راکړي.

دا هم ولولئ

آیا له کوژدې وروسته کېدونکې ښځه او خاوند سره اړیکه لرلی شي؟

کله چې د دوو تنو یعنې ښځې او خاوند ترمنځ نکاح وتړل شي، نو دغه …