کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د متحده عربي اماراتو فضایي ماموریت (هوپ) به د سه شنبې په ورځ د مریخ مدار ته ورسېږي

د متحده عربي اماراتو فضایي ماموریت (هوپ) به د سه شنبې په ورځ د مریخ مدار ته ورسېږي

د عربي هیوادونو د تاریخ لومړنی فضايي ماموریت به د سه شنبې په ورځ د مریخ تر مداره ورسېږي.

د AFP خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د متحده عربي اماراتو فضایي ماموریت (هوپ) به د چینایي او متحده ایالاتو له فضايي بېړیو څخه دمخه روانه میاشت مریخ ته ورسېږي. یاده دې وي چې له دې وړاندې متحده ایالات، هندوستان، پخوانی شوروي اتحادیه او د اروپا فضایي اداره په دې توانیدلې چې مریخ ته ورسېږي.

د تیر کال په جولای کې متحده عربي اماراتو، متحده ایالاتو او چین په داسې وخت کې فضایي ماموریتونه پیل کړل، کله چې مریخ ځمکې ته ډیر نږدې شوی و.

ویل کېږي که چېرته دغه ماموریت بریالی شي، نو متحده عربي امارات به پنځم هغه هیواد وي، چې مریخ رسېږي او چین به له متحده اماراتو وروسته مریخ ته د رسېدونکی شپږم هیواد وشمېرل شي.

د هوپ ماموریت به خپل منزل ته د رسېدو وروسته د مریخ په مدار 687 ورځې تېرې کړي، د متحده عربي اماراتو د فضایي ماموریت د پروژې مدیر عمران شراف وایې، چې دا یې د هیواد لپاره یو لوی ویاړ دی، چې متحده امارات به سږکال مریخ ته په رسېدو لومړنی هیواد وي. نوموړی وایي، ټول هیوادونه په ګډه کار کوي، ترڅو فضاء ته ورسیږي خو متحده عرب امارات بیا له هیچا سره مقابله نه کوي.

د هوپ فضایې ماموریت موخه به دا وي، ترڅو د مریخ موسمي حالات وارزوي او په راتلوونکو 100 کلونو کې د مریخ په سطحه د انسانانو اوسېدل شامل دي، د مریخ د تودوخې د معلومولو لپاره به درې ساینسي آلې وکارول شي او معلومات به د روان کال تر سپټمبره ځمکې ته راورسېږي.

دا هم ولولئ

فیسبوک د ګروپ اډمین ته هم د پیسو ګټلو ځانګړنه رامنځته کوي

د فیسبوک ادارې لخوا د جوړو شوو نوو مقرراتو یا اصولو له مخې اوس د …