کورپاڼه / خبرونه / ظاهر خان: دلته هغه خلک کامياب وي چې دوه مخي وي
ظاهر خان

ظاهر خان: دلته هغه خلک کامياب وي چې دوه مخي وي

د افغانستان د ټېسټ لوبډلې لوبغاړى ظاهر خان پکتين وايي، چې دلته يوازې هغه خلک کامياب وي، کوم چې دوه مخي وي، عجيبه دنيا ده.

٢٢ کلن ظاهر خان چې د افغانستان لپاره يې ٢ ټېسټ او ١ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ګډون کړى دى، د دې تر څنګ د شل اوريزو لوبو تکړه لوبغاړى دى، خو د ملي لوبډلې لپاره يې تراوسه کومه نړيواله شل اوريزه لوبه نه ده ترسره کړې.

نوموړى چې چپ لاسى ورو توپ اچونکى دى، په دې وروستيو کې د بيګ باش تجارتي ليګ کې د ميلبورن سټارز لوبډلې لپاره لوبېده، اوس هېواد ته راستون شوى دى.

ظاهر خان تازه په خپل ټويټر کې يو ټويټ کړى دى، چې يې پکې ليکلي دي: ((ياره عجيبه دنيا ده نو، دلته يوازې هغه خلک کامياب وي چې دوه مخي وي. مخامخ درسره خندا کوي او تر شا به درته کندې کاږي.))

نوموړي په خپل دې ټويټ کې خپل يو عکس هم خپور کړى دى او همدا راز د ملي لوبډلې دوه لوبغاړي محمد نبي او مجيب الرحمان يې هم پکې ټېګ کړي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …