کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یوه داسې ساعت ډوله آله جوړه شوې، چې له خولې به ذهني فشار معلوموي

یوه داسې ساعت ډوله آله جوړه شوې، چې له خولې به ذهني فشار معلوموي

په ورځني ژوند په ځانګړي توګه د کرنتین په ورځو کې وېرې، خپګان او بې باورۍ ذهني فشار ته نوره هم لاره هواره کړه او ګڼ شمېر خلک یې پرې اخته کړل، روغتیایې کارپوهان لارښوونه کوي چې په ذکر شوي کیفیت څارنه اړینه وي، خو بله خوا د سویزرلینډ ساینسپوهان بیا په دې توانېدلي چې یوه داسې ساعت ډوله آله جوړه کړي، چې د بدني خولې څخه د ذهني فشار اندازه لګولی شي.

ویل کېږي چې دغه آله د سویزرلینډ د Ecole Polytechnic Federal de Luzen پوهنتون د ساینسپوهانو لخوا جوړه شوې، چې په خوله کې به د کارټیسول اندازه معلوموي او کارټیسول هغه هورمون دی چې د ژور خپګان یا ذهني فشار په پایله کې خارجېږي.

دغه آله د ذکر شوي پوهنتون په نانو الکټرونیک لابراتوار کې تياره شوې، چې پوستکي پورې نښلول کېږي او په خوله کې په دوامداره توګه د کارټیسول اندازه معلوموي، کارټیسول نورې دندې هم لري لکه د ګلوکوزو کچه کتل، لوړ فشار برابرول او نور.

په دې سیستم کې ایکولی په بنسټیزه توګه بدلون رامنځته کړ او ایکس سینسیو شرکت لخوا ډیزاین شوي دی، خو یاده دې وي چې ذهني فشار ډېری وخت خطرناک هم تمامېږي، نو د همدې لپاره په حساسو ناروغانو کې یې اندازه معلومول اړین وي.

د نانو د لابراتوار ډلې مشر اډرین هونیسکو وایې، که څه هم د کارټیسول لپاره د وینې ازموینه سمه طریقه ده، خو دا په لږه اندازه خوله کې هم خارجېږي، موږ دا هر څه درک کړي او په دې آله کې مو په نظر کې نېولي دي.

دغه بریښنایي آله یو ټرانسسټر او ګرافین لري، چې ټول سیستم به په یوځای په خوله کې د کارټیسول اندازه معلوموي او په څلرویشت ساعتونو کې به یې پایلې ښیي.

ددې آله په ایجاد سرع به د پیلوټانو، روغتیایي کارکوونکو او د نورو حساسو کار کوونکو ذهني فشار معلومېږي او په ټول سیستم کې به یې ښه والی رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …