شنه مرچک چې د خوړو خوند یو په دوه کوي، د ګڼو روغتیایې ګټو لرونکی ګڼل کېږي، دغه راز شنه مرچک وچ او ګرم خاصیت لري او نیوټریشن په ګډون ویټامین ای، ویتامین بي ۶ او ویټامین سي هم لري او د اوسپنې، پوتاشیم او کاپر یو ښه ذریعه ده، کالوري نه لري خو د فایبرو اندازه یې بیا ډېره وي او کله چې پاخه شي نو سور رنګ غوره کوي.
شنه مرچک مو د ژمي د موسم له اغېزو ساتي، نو ځکه خو په سوپ او نورو خوړو کې کارول کېږي او استعمال یې اړین وي او د پوستکي د ښکلا او روغتیا لپاره هم ګټور وي، ځکه چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي شتون لري.
شنه مرچک د انټي ایجنګ لرونکي هم وي، چې تر ډېره مو ځوان ساتي او په منظم ډول یې استعمالول د مخ ګونځي له منځه وړي او د پوستکي د سپوروالي لپاره ګټور وي. دغه راز د سترګو لپاره هم اغېزمن وي، ځکه چې په جوړښت کې بیټ کیروټین موندل کېږي، چې د سترګو لپاره ګټور وي او له مختلفو میکروبونو څخه یې ژغوري.
- د هضم لپاره ګټور
-
د ګیس ستونزه حل کوي
-
د لوږې احساس له منځه وړي، خو که په ترکارۍ وکارول شي لوږه ډېروي
-
وزن کموي او د میتابولیزم عملیه تېزوي
-
دفاعي سیستم پیاوړی کوي
-
له سرطان ناروغیو څخه مخنیوی کوي
-
د زړه لپاره ګټور وي
-
دماغو ته اغېزمن تمامېږي او د ژور خپګان مخنیوی کوي
-
د نزلې، زکام او فلو لپاره ګټور وي
-
له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي
-
دردونه آراموي
-
د شکر لپاره ګټور وي
-
د وینې د کمښت مخنیوی کوي
په لاندې ډول په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې مرچک ضرور استعمال کړئ!
د شپې پرمهال دوه مرچک راواخلئ، په منځ یې پرې کړئ، زړي یې ترې وباسئ او ټوله شپه یې په یوه پیاله اوبو کې کېږدئ او سهار یې استعمال کړئ.