کورپاڼه / خپلواک / د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وروستی صحابي څوک او کله وفات شو؟
مدينه

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم وروستی صحابي څوک او کله وفات شو؟

صحابي هغه شخص ته ویل کېږي، چا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل کې لېدلی وي، صحابه کرام د مسلمانانو ترټولو غوره ډله وه، چې وروستی غړی یې یعنې وروستی صحابي په ۱۱۰ هجري کال کې وفات وشو.

ابو الطفیل عامر بن واثله رضي الله عنه د صحابه کرامو رضی الله عنهما له ډلې هغه صحابي و، چې ترټولو وروسته وفات شو، نوموړی صحابي د احد د غز یا جنګ په کال زېږېدلی او کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وفات کېده، نو د نوموړي عمر اته کاله و.

د محدثینو په نزد له سیدنا ابوالطفیل عامر بن واثله څخه وروسته د ځمکې پرمخ د کوم صحابي د ژوندي پاتې کېدو ثبوت نه دی موندل شوی او چا چې له دې دور وروسته د صحابي کېدو دعوه کړې، هغه دروغ ګڼل کېږي.

سمه او سهي خبره داده چې ابوالطفیل عامر بن واثله چې ۱۱۰ هجري کال وفات شو، هغه صحابي دی چې وفات له ټولو صحابه کرامو وروسته واقع شوی، نوموړی په مکه مکرمه له دې نړۍ سترګې پټ کړې.

دا هم ولولئ

که برش ونه وهو، د زړه په ناروغیو اخته کېږو!

د ژامو خرابېدل د ډېرو ناروغیو سبب ګرځي. د یو څېړنې له مخې ویل کېږي …