د بالیووډ اداکار یا هنرمند سیف علي خان وایي، چې د ماشوم د زېږون پر وخت باید هریو شخص د رخصتۍ حق ترلاسه کړي.
د یوې انټروۍ پرمهال سیف علي خان ویلي، چې نوموړي د لومړني ماشوم د زېږون پرمهال هم رخصتۍ اخیستې وه او دا ځل بیاهم ورته اراده لري او د څه مودې لپاره خپل کارونه پرېږدي.
سیف علي خان وایي، کله چې ستاسې په کور کې ماشوم پیدا کېږي، نو دا وخت څوک کار کول غواړي، که چېرته تاسې د خپل ماشوم وده نه ګورئ، نو تېروتنه کوئ او زه ددې کار لپاره رخصت اخلم.
سیف علي خان زیاتوي چې له نهو څخه تر پنځو پورې د کار کولو پرځای د یو اداکار یا هنرمند په څېر ژوند کوي
یاده دې وي چې د بالیووډ اداکاره یا هنرمنده کرینا کپور د سیف علي خان دویمه میرمن دی او هیله مندي شته چې روانه میاشت به یې دویم ماشوم نړۍ ته راشي، دغه راز سیف علي خان د لومړنۍ میرمنې امریتا سنګ څخه هم دوه اولادونه لري چې یوه یې اداکاره یا هنرمنده سارا علي خان او بل یې بیا ابراهیم خان دی.