کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فضایي مخلوق تر ځمکې رارسېدلي
سياره

فضایي مخلوق تر ځمکې رارسېدلي

یوه امریکایي ستور پېژندونکي ادعا کړې، چې فضایي مخلوق تر ځمکې رارسېدلي دي.

د نړیوال خبر اژانس د راپور له مخې د هارورډ پوهنتون استاد او ستور پېژاند اوي لوب په حیرانوونکې توګه دعوه کړې، چې فضایي مخلوق په ۲۰۱۷ کال تر ځمکې پورې راغلي ول، د مشهور ساینسپوه سټیفن هاکنګ سره یوځای کارکوونکي استاد اوي لوب پخپل کتاب کې ادعا کړې، چې له نن څخه څلور کاله دمخه فضایي مخلوق تر ځمکې پورې راغلي ول او د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۹ نیټه په لمریز نظام کې یوه بیضوي ډوله سیاره موندل شوې وه، چې ستور پېژندونکو پرې د (اومواموا) نوم ایښی و. استاد اوي لوب وایې چې دا شاید د ایلین ټیکنالوژي وي، خو ملګرو یې له پامه غورځولې، خو د نوموړي له دې نظریاتو سره نور ستور پېژندونکي اختلاف لري.

له دې وړاندې هم د هارورډ پوهنتون یوه څېړنه خپره کړې وه، چې له مخې یې لمریز نظام ته د یوې کوچنۍ سیارې د داخل شونتیا ښودل شوې وه، ترڅو د ځمکې په اړه معلومات ترلاسه کړي، دغه راز په څېړنه کې دا هم ویل شوي ول چې ددې کوچنۍ سیارې اوږدوالی د پراخوالی په پرتله لس برابره ډېر و او په ساعت کې ۱۹۶۰۰۰ په تېزۍ سره حرکت کاوه.

Loading...

دا هم ولولئ

د ځمکې په اتموسفیر کې د لومړي ځل لپاره فضایي طوفان او د الکترون باران

ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د ځمکې په اتموسفیر یافصاء کې فضایي طوفانونه منلې دي، …