کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په دويمه ټېسټ لوبه کې هم سويلي افريقا ماته کړه
پاکستان لوبډله

پاکستان په دويمه ټېسټ لوبه کې هم سويلي افريقا ماته کړه

د پاکستان لوبډلې په دويمه ټېسټ لوبه کې هم سويلي افريقا ته ماتې ورکړه او د ٢ لوبو ټېسټ لړۍ يې په ٢-٠ سره وګټله.

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه د فبرورۍ په ٣مه پيل شوې وه، چې پاکستان لومړى توپوهنه وکړه او په لومړۍ پاڼۍ کې يې ٢٧٢ او په دويمه پاڼۍ کې يې ٢٩٨ منډې ترلاسه کړې.

همدا راز سويلي افريقا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠١ او په دويمه پاڼۍ کې ٢٧٤ منډې وکړې، چې د ٩٥ منډو په توپير په دويمه ټېسټ لوبه کې هم پاکستان بريا خپله کړه.

د پاکستان له لوري په لومړۍ پاڼۍ کې فهيم اشرف ٧٨ ناسوځېدلې او بابر اعظم ٧٧ منډې وکړې، انريک نورجه بيا ٥ لوبغاړي وسوځول.

د سويلي افريقا لپاره ټيمبا بوواما په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٤ ناسوځېدلې منډې وکړې او حسن علي ٥ لوبغاړي وسوځول.

په دويمه پاڼۍ کې د پاکستان لپاره محمد رضوان ١١٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او د سويلي افريقا له لوري جارج لينډي ٥ لوبغاړي وسوځول.

د سويلي افريقا لپاره په دويمه پاڼۍ کې ايدين مارکرم ١٠٨ او ټيمبا بوواما ٦١ منډې وکړې، د پاکستان له خوا حسن علي ٥ او شاهين شاه اپريدي ٤ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حسن علي او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه محمد رضوان ترلاسه کړه.

د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به د فبرورۍ په ١١مه نېټه په لاهور کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

نیوزیلېنډ د پاکستان لوبډلې لپاره د ۱۳۵ منډو هدف کېښود

حارث رووف د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره زبردسته توپ اچونه وکړه، هغه په څلور اورونو …