د بالیووډ سلطان سلمان خان پرېکړه کړې، چې د (ټایګر) د لړۍ د دریم فلم صحنې به له ترکیې څخه پیل کړي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د (ټایګر زنده هی) فلم ډېرې صحنې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې وې او د دریم فلم د صحنو لپاره هم دوبۍ انتخاب شوې وه، خو د کورونا د وایروس په سبب هلته د فلم د صحنو ترسره کول ممکن نه دي، نو ځکه فلم جوړونکو پرېکړه کړې چې د (ټایګر ۳) فلم لومړنۍ به صحنې په ترکیه کې ترسره کړي.
ټایګر چې د سلمان خان له بریالیو فلمونو څخه و او سلمان خان پکې د هندوستان د استخباراتي ادارې (را) د غړي رول لوبولی او کترینا کیف بیا د پاکستان د استخباراتي ادارې د غړۍ په صفت پکار څرګنده شوې وه، چې بیا له هغې وروسته دواړه سره واده وکړ
د ټایګر د لړۍ په دریم فلم کې به هم کترینا کیف بیاهم مرکزي رول لوبوي، خو فلم جوړونکو بیا د نوي ویلن په لټون بوخت دی لکه څنګه چې په (تایګر زنده هی) کې ایراني اداکار یا هنرمند سجاد دل افروز چې د ابو عثمان رول لوبولی و.