کورپاڼه / روغتيا / هغه خواړه چې په ماشومانو کې د ویټامینونو کمښت پوره کوي
ماشومه

هغه خواړه چې په ماشومانو کې د ویټامینونو کمښت پوره کوي

ډېر ماشومان له خپل عمر څخه واړه یا کمزوري تر سترګو کېږي، چې مهمه وجه یې په دوی کې موجود ویټامین دي، چې د خوړو په ذریعه د دوی بدن ته داخلېږي. تاسې چې کوم خواړه خپلو ماشومانو ته ورکوئ، هغه په ماشومانو کې د ویټامینونو اړتیا پوره کوي، نو راځئ چې هغه خواړه وپېژنو چې په ماشومانو کې د ویټامینونو کمښت پوره کوي.

ویټامین ډي:

ویټامین ډي د هر عمر افرادو لپاره ډېر اړین وي ځکه چې ویټامین ډي له کلیسم سره یوځای هډوکي پیاوړي کوي او د عمر په ډېرېدو سره د رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوی کوي، د ویټامین د ترلاسه کولو مهمې ذریعې د هګیو ژېړ، شېدې او له ماهیانو څخه عبارت دي.

ویټامین اي:

ویټامین د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب ګرځي، د وینې رنګونه پاکوي او د وینې دوران تېزوي، د ویټامین اي مهمې ذریعې د لمر ګلي غوړي، د زعفرانو غوړي، وچې مېوې او له زړو څخه عبارت دي.

ویټامین بي 12:

ویټامین بي او نور ویټامینونه د انسان بدن ته انرژي ورکوي او د میتابولیزم، د زړه د روغتیا، عصبي سیستم او انرژۍ ته ګټور وي، چې ویټامین بي ۱۲ د بي له مهمو ویټامینونو څخه دي او مهمې ذریعې له غوښې، ماهیانو، سبو او هګیو څخه عبارت دي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …