کورپاڼه / جالب / په انګلیستان کې یوه ښځه د امیندوارۍ پرمهال د دویم ځل لپاره امیندواره شوې
ماشوم

په انګلیستان کې یوه ښځه د امیندوارۍ پرمهال د دویم ځل لپاره امیندواره شوې

له یوې ښځې څخه د غبرګونو ماشومانو زېږون خو طبیعي کړنه ده، خو دا خبره به مو ډېر حیران کړي چې په انګلیستان کې یوه ښځه د امیندوارۍ پر دریمه اوونۍ د دویم ځل لپاره امیندواره شوې، چې بیا یې غبرګ ماشومان وزېږول.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل چې ۳۹ کلنه ربیکا رابرټس په نوم دغه ښځه د انګلیستان د ټروبرج د ښار اوسېدونکې ده، چې لومړی د خپل زوی (نوح) سره امیندواره شوې وه، چې بیا درې اوونۍ وروسته بیا امیندواره شوه او دا ځل یې یوه لور په رحم کې په وده پیل وکړ.

راپور زیاتوي چې د حمل د پوره کېدو وروسته ربیکا غبرګوني ماشومان وزېږول، چې زوی یې (نوح) د زېږون پرمهال صحت مند و، خو لور یې بیا ۱.۲ کیلو ګرامه و، چې بیا یې په روغتون کې نیمه میاشت درملنه وشوه او اوسمهال د دوی دواړه روغ جوړ دی. ډاکتران وایي د یوې ښځې د امیندوارۍ څخه دومره وخت وروسته د بیا امیندارې کېدو بېخې نایابه واقعه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه الوتنه چې تاسې نامعلوم منزل پر لورې بیایي

هسې خو هر سفر کوونکي ته د خپل منزل په اړه معلومات وي، ځکه چې …