کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ١٠ ليګ غوره لوبډله کې کريم جنت هم راغلى
کريم جنت

د ټي ١٠ ليګ غوره لوبډله کې کريم جنت هم راغلى

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ په پايلوبه کې ناردرن واريرز د ډيلي بولز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دويم ځل لپاره يې اتلولي خپله کړه، په دې سياليو کې چې ډېر افغان لوبغاړي پکې لوبېدل، افغان کريم جنت هم د ټورنمنټ په غوره لوبډله کې ځاى خپل کړى دى.

د ټي ١٠ ليګ له لوري د ټورنمنټ د غوره لوبډلې نوملړ خپور شوى دى، چې د ټولو سياليو غوره لوبغاړي پکې راغونډ شوي دي، چې په دې لړ کې د کريم جنت نوم هم دى.

د ټي ١٠ ليګ غوره لوبډله:

ايون ليويس (ډيلي بولز)، سهيل اختر (قلندرز)، وسيم محمد (ناردرن واريرز)، ټام کوهلر کېډمور (پونى ډيويلز)، نيکولاس پوران (ناردرن واريرز، لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، اعظم خان (دکن ګليډيټرز)، جېمي اويرټون (ټيم ابوظهبي)، فابين الين (ناردرن واريرز)، علي خان (ډيلي بولز) او کريم جنت (بنګله ټايګرز).

کريم جنت په ټي ١٠ ليګ کې ښه توپ اچونه ترسره کړه، چې نوموړي په عمومي ډول په هر ١٠ توپونو کې يې لوبغاړى سوځولى دى.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …