کورپاڼه / هنر او کلتور / د هالیووډ هغه فلم چې د څلورو ثانیو صحنې لپاره اته میاشتې تیاري شوې وه
د فلم صحنه

د هالیووډ هغه فلم چې د څلورو ثانیو صحنې لپاره اته میاشتې تیاري شوې وه

د هالیووډ د یوه فلم (فاسټ اینډ فیوریس) د یوې صحنې د ثبتولو لپاره یوه ورځ، اوونۍ یا میاشت نه، بلکې اته میاشتې کار شوی دی.

اوس مهال هالیووډ د (فاسټ اینډ فیوریس ۹) فلم دیرش ثانیې ویډیو خپره کړې، چې ور پکې د فلم یوې صحنې ته تیاری نېول کېږي.

فلم جوړونکي یا لارښود جسټن لن ویډیو پخپل تویټر تویټ کړې او لیکلي یې دي، ددې څلورو ثانیو ثبتولو ته یې اته میاشتې تیاری نېولی و او د صحنې د فلم کولو لپاره یې څلور ورځې تېرې کړي او درې موټرې ور پکې له منځه تللي.

جسټن لن د فلم کاسټ یا کارکوونکو د کار ستاینه کړې او د نړۍ ترټولو غوره ټیم یا ډله یې ګڼلې ده.

یاده دې وي چې د (فاسټ اینډ فیورس ۹) فلم تېر کال خپرېده، خو د کورونا وایروس په سبب یې خپرېدل ځنډېدلي ول او ډېر امکان شته چې د روان کال په میي میاشت کې به خپور شي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …