کورپاڼه / بېلا بېل / د افغانستان بېرغ د مصر په سمندرګي کې ورپول شو + ويډيو

د افغانستان بېرغ د مصر په سمندرګي کې ورپول شو + ويډيو

د هر هېواد وګړي په دې هڅه کې وي، چې د خپل هېواد بېرغ په ټوله نړۍ کې ورپوي او په دې برخه کې بيا د هغه هېواد ورزشکاران تر ټولو مهم نقش لوبوي.

ورزشکاران نه يوازې دا چې په ټوله نړۍ کې د احترام وړ دي، بلکې دا د خپلو هېوادونو د سولې سفيران هم دي، چې هر چېرې ځي، هلته د خپل هېواد نوم او بېرغ ځلوي.

د افغانستان بېرغ

تازه د هېواد مشهورې څېرې او ورزشکار درمل لاهو د افغانستان ښکلى درې رنګه بېرغ د مصر په سره سمندرګي کې رپولى دى، چې د خلکو له لوري يې ډېره ستاينه شوې ده.

په دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې درمل لاهو د افغانستان درې رنګه ښکلى بېرغ له ځانه سره د مصر سره سمندرګي ته وړى او هلته يې رپولى دى.

د نوموړي له ويډيو خپرېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د درمل لاهو د دې کار ډېره ستاينه شوې ده.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …