کورپاڼه / روغتيا / د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خوښې هغه خوراکي توکی چې اعصابو پیاوړتیا وربخښي

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خوښې هغه خوراکي توکی چې اعصابو پیاوړتیا وربخښي

نبي کریم صلی الله علیه وسلم به په خوراکي توکو کې خرما او سبزیجات کې کدو خوښاوه، له حضرت عایشه رض څخه روایت دی، چې نبي کریم ص به د کدو په موسم کې د کدو ترکاري ډېره خوښوله.

ویل کېږي چې د کدو ترکاري سپوروالی له منځه وړي، د څلورمې هجرې پېړۍ طب پوهانو یا روغتیاپالانو بو علي سینا، موسی بن خالد او حسین بن اسحاق هر یو د کدو د ګټو په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، چې موږ حیران یو چې دا سبزي څنګه دومره ګټې لري.

د کدو پوستکی وچ کړئ، بیا یې وسوځوئ ترڅو ایره شي، چې بیا دغه ایره د چاقو یا د تورې وینه په حیرانوونکې ډول دروي او سبزي یې د ډېرو ناروغیو په وړاندې بدن ته انرژي ورکوي، د مثال په توګه هغه کسان چې عصبي انرژۍ یا طاقت ته اړتیا لري، کدو ورته ګټور تمامېږي، دغه راز د ماشومانو له تبې او ځیل څخه د ژغورلو لپاره د ماشوم په تالو د کدو پوستکی کېږدئ او وروسته یې لېرې کړئ، ترڅو ورځو پورې دغه کړنه د اوړي په موسم کې تکرار کړئ او د موسمي او وبایې ناروغیو څخه یې وژغورئ.

دغه راز لږه اندازه کدو راواخلئ او و یې ژوئ، که لږ خواږه ورسره وي نور به هم خوندور شي، خو که چېرته تریخ وي نو د خېټې د ګیس لپاره یوه غوره درملنه ګڼل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

آلوبخاره ویښتان له توییدو او له وخته مخکې له سپینېدو څخه ژغوري

آلوبخاره د خپل خوند په سبب په خوراکي توکو یاهم مېوو کې د ډېرو خلکو …