کورپاڼه / بېلا بېل / څېړنه: دروغجن خلک په ټیټ غږ خبرې کوي

څېړنه: دروغجن خلک په ټیټ غږ خبرې کوي

ګڼ شمېر خلک د دروغو ویلو پرمهال په ټیټ غږ خبرې کوي، د جملو ترمنځ په الفاظو لږ فشار راوړي او په همدې ډول یې غږ هم د دروغو په څېر جعلي بریښي.

په همدې اړه د فرانسې د سوربون پوهنتون ارواپوهانو یوه په زړه پورې څېړنه ترسره کړې، چې له مخې یې د غږ د شدت او دروغو ترمنځ د اړیکې د تشریح هڅه کړې او په دې څېړنه کې د فرانسې دساینسي څېړنو ملي مرکز هم کلیدي رول لوبولی.

وروسته له څېړنو معلومه شوه، چې د غږ، خبرو او د شدت له اندازې هم معلومېدلی شي، چې یو څوک دروغ وایې او که له رښتیا ویلو څخه ګټه پورته کوي، په دې څېړنه کې د ملي موسیقۍ او د غږونو د لابراتوار سربېره نورو لابراتوارونه هم مهم رول لوبولی.

ارواپوهان ټینګار کوي، چې د یو چا په غږ کې د احساساتو ګډون هم د هغه د رښتیا ویلو په اړه معلومات راکوي، دا ځکه چې دماغ او ژبه سره نه ملګرتیا نه کوي او په داسې حال کې غږ ټیټېږي او په الفاظو فشار هم نه راوړي ځکه چې ویوونکی په دې پوهېږي، چې دروغ وایي.

دې ډول کیفیت ته عروض Prosody هم ویل کېږي، چې د الفاظو او جملو پرځای د غږ زیر او بم ګوري، که چېرته دا کیفیت په نظر کې ونیسو نو لږ تر لږه په انګلیسي، هسپانوي او فرانسوي ژبو یې اطلاق کېدلی شي، یعنې په دې دریو ژبه دروغ ویوونکي اشخاص په یو ډول خبرې کوي.

اوس له دې څېړنې څخه معلومولی شو، چې د رښتینولۍ او د مخلص کېدو دلیل څه وي، لومړنۍ نکته یې دا ده چې یو ایمانداره او رښتینی شخص د لفظ په اخر کې غږ پورته کوي او تېزې خبرې کوي، خو دروغجن بیا په ټیټ غږ سره غږېږي، په الفاظو یا کلمو زور نه راوړي او وزن یې هم ټیټه وي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …