کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان د هند لوبډله په خپل کور کې ماته کړه
جو روټ

انګلستان د هند لوبډله په خپل کور کې ماته کړه

انګلستان د هند پر وړاندې په زړه پورې لوبه ترسره کړه چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې د ٢٢٧ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د انګلستان لوبډلمشر جو روټ هم دا سلمه ټېسټ لوبه وه، چې نوموړي پکې غبرګه سليزه ووهله او خپلې لوبډلې ته يې بريا ورپه برخه کړه، هغه د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

په دې لوبه کې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٥٧٨ او په دويمه پاڼۍ کې ١٧٨ منډې کړې وې، چې په ځواب کې يې هند په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٣٧ او په دويمه پاڼۍ کې ١٩٢ منډې وکړې.

د انګلستان او هند لوبډله د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کوي، چې په لومړۍ لوبه کې انګلستان بريا خپله کړه.

دا لوبې د اى سي سي د نړيوال ټېسټ چيمپينشپ برخه دي، چې انګلستان په بريا خپلولو سره په جدول کې لومړى مقام خپل کړ. د دې لوبو پايلوبې ته نيوزيلېنډ لار پېدا کړې ده او د اسټراليا، انګلستان او هند لوبډلو څخه به يوه لوبډله پايلوبې ته لار پېدا کوي، چې بيا به له نيوزيلېنډ سره په پايلوبه کې مخ کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان

ټېسټ لوبه کې د افغانستان ماتې لامل څه دى؟ اصغر افغان، ځوان لوبغاړي او که د وېزو په وخت نه ترلاسه کول؟

افغانستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د زمبابوې څخه ستره ماتې وخوړه، چې د پنځه …