کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د سرک د غاړو څراغونه او د سرطان ترمنځ اړیکه شتون لري

څېړنه: د سرک د غاړو څراغونه او د سرطان ترمنځ اړیکه شتون لري

په ښارونو کې د شپې پرمهال د سرک د غاړو څراغونه د ښار په ښکلا کې مهم رول لوبوي، دغه څراغونه د سفر کوونکو لپاره ډېر ګټور وي، خو امریکایې ساینسپوهانو له یوې نوې څېړنې وروسته یې یو ډېر خطرناک زیانمن هم راڅرګند کړ.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د سرطان د ملي اسټیټوټ ساینسپوهانو له څلور لکو څلور شپېته زرو څخه په ډېرو هغه کسانو څېړنې کړي، چې د سرک غاړې د څراغونو لاندې به اوسېدل او له څېړنو وروسته معلومه شوه چې په دې کسانو کې د مختلفو سرطانو خطر د هغه کسانو په پرتله ډېر و، چې له څراغونو لاندې به نه کېناسته او دغه روښنایي په ځانګړي توګه په ښځو کې د سینې د سرطان خطر ډېروي.

د څېړونکې ډلې مشر ډاکتر رینا جونز وایي: موږ په دې څېړنه کې د بېلابېلو سیمو خلک تر څېړنې لاندې ونیول، چې ځینې بیا پکې د داسې سیمو اوسیدونکي ول چې ذکر شوي څراغونه به یې د شپې تر یوه وخته روښانه ول چې بیا د شپاړس کلونو په دوران کې په دې سیمو کې د ښځو د سرطان خطر لس سلنه ډېره شوی و او هغه سیمې چې چې ټوله شپه یې څراغونه روښانه ول په اوسیدونکي کې یې د تایراید سرطان خطر پنځه پنځوس سلنه ډېر و.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …