کورپاڼه / اسلام / په دنیا کې درې هغه شیان چې الله تعالی یې خوښوي

په دنیا کې درې هغه شیان چې الله تعالی یې خوښوي

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو ترمنځ ناست و، چې له حضرت ابوبکر رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه: ابوبکره ستا په دنیا څه شی خوښ دی؟ ابوبکر رضي الله ځواب ورکړ، چې درې شیان خوښوم. لومړی تاسره ناسته، دویم تاته کتل، دریم خپل مال دولت په تا خرچول.

بیا حضرت رسول الله له عمر رضي الله عنه څخه وپوښتل: ای عمره ته څه خوښوې؟ حضرت عمر رضي الله عنه ځواب ورکړ: درې شیان خوښوم، لومړی په نیکۍ امر کول که سر سري غوندې وي، له بدۍ منعه کول که په ښکاره هم وي، حق خبره کول که اورېدونکی تریخ مزاجه هم وي.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له عثمان رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه، چې ای عثمان ته څه شی خوښوې؟ حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وویل: درې شیان خوښوم، په خلکو ډوډۍ خوړل، دویم سلام خورول، د شپې په هغه برخه کې لمونځ کول چې خلک ویده وي.

له دې وروسته حضرت رسول الله له حضرت علي څخه پوښتنه وکړه، چې علي ته څه خوښوې؟ علي رضي الله عنه وویل: درې شیان خوښوم، لومړی میلمه پالنه، دویم په اوړي کې روژي نېول، دریم په دښمن د تورې ګوزار کول

بیا رسول الله له حضرت ابوذر غفاري څخه وپوښتل، چې ابوذره ته څه شی خوښوې؟ ابوذر غفاري رضي الله عنه ورته وویل: زه په دنیا کې درې شیان خوښوم، لومړی لوږه، دویم ناروغي او دریم مرګ.

رسول الله صلي الله علیه وسلم ټول صحابه مخاطب کړل او ورته یې وویل، چې تاسې دا شیان خوښوئ؟ هغوی ځواب ورکړه چې لوږه ځکه ښه وي چې په ذریعه زما زړه نرم وي، ناروغي ځکه خوښوم چې په ذریعه یې ګناهونه بخښل کېږي او مرګ ځکه راته ګران دی، چې په ذریعه یې له الله تعالی الله سره لېدنه کوم

له دې وروسته رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: زما لپاره ستاسې له دنیا څخه درې شیان د خوښې وړ دي، لومړی خوشبو، دویم نیکه میرمن، دریم زما د سترګو یخوالی په لمونځ کې ایښی دی. دا وخت حضرت جبرایل علیه السلام راغی او و یې فرمایل، چې زما ستاسو په دنیا کې درې شیان خوښ دي، لومړی پیغام رسونه، دویم امانت ساتنه او دریم له مسکینانو سره مینه کول، بیا حضرت جبرایل آسمان ته وګرځېد او بېرته راغی او و یې فرمایل: چې ای رسول الله صلی الله علیه وسلم الله تعالی درته سلام کوي او ارشاد فرمایي: الله تعالی فرمایي چې ستاسې په دنیا کې درې شیان خوښوم، لومړی هغه چې د الله په یاد لمده وي، دویم هغه زړه چې له الله تعالی وېره ولري، دریم هغه بدن چې په ستونزو کې صبر کوونکی وي.

دا هم ولولئ

کله چې نوکونه پرې کوئ نو دا آیت شریف پرې ولولئ

که چېرته له کوم غم، درد، ناروغۍ یا کومې بلې ستونزې سره مخ یاست، نو …