کورپاڼه / هنر او کلتور / د باليووډ يو بل مشهور اداکار مړ شو
راجيو کپور

د باليووډ يو بل مشهور اداکار مړ شو

د بالي ووډ فلمونو پخوانى مشهور اداکار او د رشي کپور کشرى ورور راجيو کپور د ٥٨ کلونو په عمر کې مړ شو.

د راجيو کپور د مړينې خبر د هغې ورندار او د رشي کپور مېرمن نيتو کپور په انسټاګرام کې له خلکو سره شريک کړى دى. هغې په انسټاګرام کې د راجيو کپور يو عکس خپور کړى او ورسره يې ليکلي دي، چې د باليووډ اداکار او فلم جوړونکى راجيو کپور نن له موږ نه رخصت شو.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by neetu Kapoor. Fightingfyt (@neetu54)


د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، راجيو کپور پرون سهار د زړه د حملې له امله مړ شوى دى.

د يادولو ده چې راجيو کپور د بالي ووډ مشهورو اداکارانو رشي کپور او رندير کپور کشرى ورور و، هغه د يو اداکار تر څنګ د فلمونو لارښود او پروډيوسر هم و.

رشي کپور تېر کال د اپريل په ٣٠مه نېټه په ممبۍ کې مړ شوى و.

راجيو کپور په ١٩٨٣ کال کې اداکاري شروع کړې وه، چې په لومړي ځل يې په (ايک جان هى هم) فلم کې کار کړى و، همدا راز وروسته يې په ډېرو مشهورو فلمونو کې کار وکړ او په ١٩٩٠ کال کې يې بيا په فلمونو کې اداکاري پرېښوده او د فلمونو جوړولو ته يې مخه کړه، چې يو شمېر مشهور فلمونه يې هم جوړ کړل.

Loading...

دا هم ولولئ

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو …