کورپاڼه / روغتيا / د ناشتې یا سباناري نه کول کوم زیانونه لري؟

د ناشتې یا سباناري نه کول کوم زیانونه لري؟

ناشته یا سباناری د ورځې غوره غذا ګڼل کېږي او د ناشتې پرمهال مناسبه غذا خوړل مو ټوله ورځ تازه ساتي، خو د ناشتې نه کول بیا تر ډېره د بدني زیانونو سبب ګرځي.

ځینې کسان په دې نظر دي چې د ناشتې په نه کولو سره یې په وزن کې کمښت راځي، خو روغتیایې کارپوهان بیا وایي چې د چاغښت ترټولو لوی لامل د ناشتې نه کول دي، چې له ډېرو څېړنېزو راپورونو څخه هم د لوږې او چاغښت ترمنځ اړیکه موندل شوې ده.

د ناشتې نه کول په بالغو اشخاصو کې ورو ورو د هغوی طبیعت بدلوي او هغه کسان چې د سهار پرمهال خوراک نه کوي، د ژور خپګان کچه یې د نورو کسانو په پرتله ډېره وي. دغه راز هغه کسان چې په اوونۍ کې څلور یا پنځه ځلې ناشته نه کوي، د شکر د دویم ډول ناروغۍ خطر یې پنځه پنځوس سلنه ډېرېږي او د شکر اندازه یې په تېزۍ سره کمېږي، د ګلوکوزو کچه یې ټیټېږي او په طبیعت یې ناوړه اغېزې کوي.

بله خوا د ناشتې نه کول د انرژۍ د کمښت سبب کېږي، ستړیا رامنځته کوي، د تمرکز ستونزې راولاړوي.

روغتیایې کارپوهان وایي ناشته کول د هغه کسانو لپاره ډېر اهمیت لري، چې د سینې له سوخت یا د معدې له تېزابیت سره مخ وي، خو نه کول یې د سر درد رامنځته کوي، زړه بدوالي پیداکوي او ځینې نورې ستونزې هم زېږوي.

د څېړنیزو راپورونو لهذمخې ویل کېږي هغه کسان چې ناشته نه کوي، د زړه د ناروغیو خطر یې د نورو په پرتله یوویشت سلنه ډېر وي، دغه راز د خولې د بوی ستونزه رامنځته کوي، چې د انسان پر شخصیت ناوړه اغېزې کوي.

یاده دې وي چې د ناشتې پرمهال باید هغه خواړه استعمال چې د انسان بدن ته زیانمن نه وي، یعنې د ډېرې کالورۍ، کاربوهایډریټو او نورو توکو لرونکي نه وي.

Loading...

دا هم ولولئ

هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

د مېوو او سبو د بې شمېره ګټو په اړه خو موږ ټول پوهېږو، خو …