کورپاڼه / بېلا بېل / د واده شپه، هلک کمپيوټر ته ناست دى او ناوې ورته په تمه ده، دې عکس ته سم کېپشن پېدا کولاى شئ؟
د واده شپه

د واده شپه، هلک کمپيوټر ته ناست دى او ناوې ورته په تمه ده، دې عکس ته سم کېپشن پېدا کولاى شئ؟

په انټرنېټ کې اوس د ليکلو او ويډيوګانو نه پرته يوازې عکسونه هم داسې څه دي، چې د خلکو پام ځانته رااړوي او د دې تر څنګ يو ستر پېغام هم خلکو ته ورکوي.

اوس تازه يو نوى عکس په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي، چې هر څوک پرې د خپل فکر له مخې تبصره کوي او له نورو سره يې شريکوي.

په دې عکس کې ليدل کېږي، چې د واده په شپه هلک کمپيوټر ته ناست دى څه کار کوي او ناوې بيا ورته په کټ کې په تمه ده، چې کله به خاوند خواله ورځي.

کوټه د ناوې لپاره ځانګړې جوړه شوې ده او هلک او نجلۍ هم د واده په کاليو کې ليدل کېږي.

دا عکس پرون په ټويټر کې خپور شو او له هغه وروسته لاس په لاس شو.

لومړي کس چې دا عکس خپور کړى دى، هغه ورته ليکلي دي: ((صبر وکړه ګرانې! چې زه دا خپله سرچ هسټري ډيليټ کړم.))


خو له دې وروسته پرې خلکو ډېر جالب کېپشنونه وليکل، يو کس ورته وليکل، چې فريلانس يا هغه څوک چې په انټرنېټ کې ازاد کار کوي، د هغه ژوند داسې دى، چې د واده په شپه هم مجبوره دى چې کار وکړي.

يو کس ورته ليکلي دي، چې ګرانې صبر وکړه، چې لومړى په يوټيوب کې د واده د شپې د زده کړې ويډيو وګورم. همدا راز سلګونه کسانو پرې جالبې تبصرې کړې دي.


تېر کال په هند کې يو بل عکس هم ډېر لاس په لاس شوى و، چې ناوې د واده پر مهال لېپټاپ کاروي او څه کار پکې کوي، د واده زلمى يې خواته ناست دى، خو ناوې ورته هېڅ پام نه کوي.

واده

که داسې عکس ستاسې مخې ته راشي او له نورو سره يې شريکوئ، نو څه تبصره به ورته وليکئ؟

Loading...

دا هم ولولئ

هغه څلور الوتکې چې د الوتنې پرمهال ورک شوې او تر اوسه یې څه خبر رانغی

که چېرته د هوایي الوتکو ترمنځ ټکر یا کومه بله پېښه رامنځته شي، نو لږ …