کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستانۍ سايره خان د اسلام د پرېښودو اعلان وکړ
سايره خان

پاکستانۍ سايره خان د اسلام د پرېښودو اعلان وکړ

پاکستانۍ الاصله برېتانوۍ سايره خان وايي، چې زه مسلمانه نه يم، خو تراوسه پورې مې د خپلې کورنۍ د خوشحاله ساتلو لپاره د مسلمان کېدو ډرامه کوله.

٥٠ کلنه سايره خان چې په اصل کې د پاکستان اوسېدونکې ده، خو په برېتانيه کې ژوند کوي او هلته د ټلويزيوني خپرونو کوربنه هم ده.

نوموړې د برېتانيې په يوه ورځپاڼه کې په خپله ليکنه کې ليکلي دي، چې زه ټولو ته دا ويل غواړم چې زه مسلمانه نه يم. هغه ليکي، د خپلې کورنۍ د خوشحاله کولو لپاره مې دا دومره اوږده موده د مسلمانې کېدو ډرامه کوله.

سايره خان وايي، هغه ښځې چې د اسيايي هېوادونو اوسېدونکې دي، د هغوى له خبرې کولو مخکې يې په اړه قياسونه شروع کېږي. تېره اونۍ ما يو پېغام ترلاسه کړ او له هغه وروسته مې پرېکړه وکړه، چې بايد زه ټولو ته ووايم، چې زه نوره مسلمانه نه يم.

سايره خان وايي، زه د هېڅ مسلمانې ټولنې استازولي نه کوم، زه د هغه خلکو درناوى کوم چې اسلام مني، خو زما فکر د دوى له عقيدو څخه بدل دى، ما د خپلې کورنۍ د خوشحاله ساتلو لپاره د يوې مسلمانې چلند وکړ، خو هغوى مې خوشحاله نه کړل.

نوموړې په خپله ليکنه کې دا هم ليکي، چې يوه يتيمه نجلۍ يې ساتلې وه او د هغې په اړه يې هم په اسلامي قوانينو عمل نه و کړى.

پاکستانۍ سايره خان د خپلې ليکنې په پاى کې يو ځل بيا ټولو ته ويلي دي، چې هغه په ډاګه ټولو ته وايي، چې مسلمانه نه ده او نه هم د مسلمانانو په څېر فکر لري.

دا هم ولولئ

د نړۍ د لسو قیمتي ښارونو نوملړ خپور شو

د اقتصادي استخباراتو ادارې، چې په نړیواله کچه د ژوند کولو لګښت ارزوي، د نړۍ …