کورپاڼه / جالب / هندوستان: یو هندو خطاط له دوه لسیزو راهیسې په جوماتونو کې قرآني آیتونه لیکي

هندوستان: یو هندو خطاط له دوه لسیزو راهیسې په جوماتونو کې قرآني آیتونه لیکي

د هندوستان د حیدر آباد یو هندو مذهبه اوسیدونکی انیل کمار چوهان په جوماتونو کې د قراني آیتونو د لیکلو لېونۍ مینه لري او له تېرو شلو کلونو څخه یې دغه کار دنده ګرځېدلې.

ویل کېږي انیل کمار چوهان د حیدر آباد ښار چارمینار ته څېرمه د حسیني عالم په کوڅه کې یو کوچنی دوکان یا ورکشاپ لري، چې په هندي، انګلیسي، اردو او تلګو ژبو خطاطي کولی شي.

نوموړي پنځه ویشت کاله دمه خطاطي پیل کړه او د مالي ستونزو په سبب یې زده کړې پرېښود او خطاطي یې پیل کړه.

انیل کمار چوهان وایي، چې ژوند یې هغه وخت سم شو، کله یې چې د کشن باغ په یو جومات کې د قراني آیتونو د رنګولو یا لیکلو چانس ترلاسه کړ او تر اوسه یې د حربي پوهنتون په ګډون په یو سلو پنځوسو جوماتونو کې قراني آیتونه لیکلي دي.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …