کورپاڼه / جالب / په قزاقستان کې د واورې اور شېندنې نړۍ حیرانه کړې

په قزاقستان کې د واورې اور شېندنې نړۍ حیرانه کړې

د منځنۍ اسیا د قزاقستان په الماتی ښار کې په طبیعي ډول جوړېدونکي د واورې اور شېندنې نړۍ حیرانه کړې ده.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د قزاقستان د الماتی په سیمه کې په حیرانوونکې ډول پنځه څلویښت فوټه د واورې اور شېندونکی جوړ شوي، چې زرګونه خلک یې د لېدلو لپاره راځي.

ویل کېږي چې خلک په ډېرو سختو موسمي حالاتو کې بیاهم د الماتي ښار څخه ددې لپاره لېدنه کوي، ترڅو ددې حیرانوونکې طبیعي د واروې اور شېندنې ننداره وکړي.

د ځمکې څخه په دوامداره توګه د اوبو راوتل ددې سبب شوي، چې په دې سیمه د واورې ښویدونکي ټوټې رامنځته کړي، که څه هم دا سیمه اوسمهال د ژمي لپاره حیرانوونکې سیمه ګڼل کېږي، خو د اوړي په موسم کې بیا بېرته شنه کېږي.

دا جامد شوی جوړښت پنځه څلویښت فوټه اوږدوالی لري او د ځمکې لاندې د یوې چینې په سر یې جوړښت موندلی او اوبه ورځنې د فوارې په ډول راوځي او سمدستي په یخ بدلېږي او په همدې سبب یې د واورې اور شیندونکی جوړ شوی.

ویل کېږي چې دغه چینه د قزاقستان له مرکز نور سلطان څخه څلور ساعته لېرې ده، چې تېر کال یې هم کوچنی واورین اور شیندونکی جوړ کړی و، خو دا یې په واضح ډول سره بریښي او په زړه پورې خبره یې دا چې اوس هم ورځنې اوبه راوځي او داسې ښکاري لکه اور شیندونکی چې وي.

یاده دې وي چې تېر کال د امریکا په مشيګن ایالت کې هم ورته اور شیندونکی رامنځته شوی و.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …