کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه اپلیکشن چې څېرې ته په کتو د درد شدت بیانوي

هغه اپلیکشن چې څېرې ته په کتو د درد شدت بیانوي

په عام ډول سره هغه کسان چې روغ وي، د درد او تکلیف اظهار کولی شي، خو ځینې هغه کسان چې د هېرولو یا عصبي او نورو ناروغیو ښکار وي، نه شي کولای چې د درد اظهار وکړي، چې په همدې بنسټ په درد پوهېدل یو څه ستونزمن وي، چې کله ناکله یې غلطه درملنه ترسره کېږي، خو اوس دغه ستونزه د یوه اپلیکشن په ذریعه حل مومي.

دغه اپلیکشن چې د (پین چیک) په نوم سره یادېږي، د مصنوعي ځیرکتیا او د څېرې حالت ته په کتو د درد شدت احساسوي او په همدې ډول درد او تکلیف په مختلفو درجو سره بیانوي، ددې لپاره به ځیرک موبایل په مرسته له ناروغ شخص څخه ویډیو کوئ، چې اپلیکشن به د ناروغ حرکتونو، د مخ د عضلو فشار او نور شواهد په نظر کې نیسي او د درد شدت به بیانوي.

د پین چیک په نوم د شرکت د وینا له مخې ویل کېږي، چې دوی د نړۍ د شپږ شپېته زرو کسانو د ډیټا بیس پر بنسټ دا اپلیکشن جوړ کړی، چې نوی سلنه په سم ډول سره بیانولی شي، چې ناروغ شخص څومره په تکلیف کې دی.

په خانګړي توګه د ډیمنشیا په ناروغۍ اخته کسان چې خپل درد نه شي بیانوی، دا اپلیکشن ورته ګټور دی، ځکه چې په دې ناروغۍ اخته کسان له پنځه میلونو څخه اوړي او هر کال پکې یو میلون زیاتوالی راځي.

ویل کېږي چې په دې اپلیکشن د اسټرالیا کرټین پوهنتون له ۲۰۱۲ څخه کار پیل کړی و، ترڅو د ناروغانو تکلیف په سمدستي ډول معلوم کړي، چې بیا وروسته یې د یوې طبي آلې درجه ترلاسه کړه او په اسټرالیا، کاناډا او اروپا کې یې میاشتنی فیس څلور زره ډالر ایښودل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

موبايل

ګوګل د انډرويډ کاروونکو ستر ارمان پوره کړ

ګوګل د انډرويډ کاروونکو لپاره يوه نوې اسانتيا رامنځته کړې ده، چې له دې وروسته …