کورپاڼه / روغتيا / هغه خواړه چې په ماشومانو کې د هډوکو کمزوري له منځه وړي

هغه خواړه چې په ماشومانو کې د هډوکو کمزوري له منځه وړي

په اوسني وخت کې د ماشومانو د هډوکو کمزوري او په کارکولو کې سستي کول یوه عامه کړنه ده، خو دا ډول نښې نښانې په بدن کې د منرالونو د کمښت نښې ګڼل کېږي، دلته یوه پوښتنه رامنځته کېږي، چې آیا هغه خواړه چې تاسې یې ماشومانو ته ورکوئ، د هغوی د منرالونو اړتیاوې پوره کوي، که ځواب مو (نه) وي، نو راځئ چې نن ورځ هغه خواړه وپېژنو چې د ماشومانو منرالونه پورته کوي.

فایبر:

فایبر یو داسې منرال دی که چېرته په بدن کې ختم شي، نو نه کوم ویټامین دي او نه هم منرالونه، خو هغه خواړه چې موږ ور څخه فایبر ترلاسه کوو، په جوړښت کې یې ویټامین اي، ویټامین سي، کلسیم، میګنیزیم او پوتاشیم هم شتون لري.

د ماشومانو په بدن کې د فایبر اندازه د دوی په ورځنیو خوراکي توکو پورې اړه لري، که چېرته ماشوم په ورځني ډول زر ګرامه کالوري اخلي، نو باید څوارلس ګرامه فایبر هم ترلاسه کړي او د فایبرو د ترلاسه کولو لپاره بېرې، انګور، ځمکي توتان، بند ګلپي، برکولي او د اوربشو فیرني او لوبیا استعمال کړئ.

کلسیم:

په دې خو ټول پوهېږي چې د هډوکو او غاښونو د ودې لپاره کلسیم اړین وي، روغتیایي کارپوهان وایي چې له یو کلنۍ څخه تر درې کلنۍ پورې یو ماشوم ته په ورځني ډول اوه سوه ملي ګرامه د کلسیمو اړتیا وي، له څلور کلنۍ تر کلنۍ پورې زر ملي ګرامه او له نهه کلنۍ تر اتلس کلنۍ پورې دیارلس ملي ګرامه کلسیمو ته ضرورت وي او کولی شو چې له ډېرو توکو له شېدو او ماهیانو څخه یې ترلاسه کړو.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …