کورپاڼه / اسلام / هغه خلک چې له شتمنو به ٥٠٠ کاله مخکې جنت ته داخل شي
جنت

هغه خلک چې له شتمنو به ٥٠٠ کاله مخکې جنت ته داخل شي

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د حضرت سعيد بن عامر رضي الله ته زر دينار ولېږل نو هغه ډېر خپه شو. مېرمن ترې پوښتنه وکړه چې څه پېښه شوې ده؟ نو هغه ورته وفرمايل چې تر دې هم سخته معامله ده.

بيا يې وويل، ماته خپله زړه لوپټه راکړه. هغه لوپټه يې واخيسته او وې شکوله او د دې دينارو څخه يې برخې جوړې کړو او په غريبانو يې ووېشلې.

بيا په لمانځه ودرېده او تر سهاره پورې يې ژړل.

بيا يې وفرمايل، ما محمد صلي الله علېه وسلم اورېدلى دى، چې ويل يې: ((زما د امت غريبان به له شتمنو نه پنځه سوه کاله مخکې جنت ته داخل شي، تر دې پورې چې يو شتمن به د غريبانو په بېروبار کې ځان ورګډ کړي، خو هغه به بېرته له لاس ونيول شي او بهر به ترې راوويستل شي.))

دا هم ولولئ

که د غاښ درد لرئ، په مالګه دا سورت ووایئ او پر غاښ یې ووهئ

د غاښ درد یو داسې درد دی چې نن سبا یې ډېر شمېر خلک اغېزمن …