کورپاڼه / روغتيا / د چپسو د استعمال هغه زیانونه، چې تر اوسه یې په اړه نه پوهېدئ

د چپسو د استعمال هغه زیانونه، چې تر اوسه یې په اړه نه پوهېدئ

ګرم او خوندور چپس هغه که په کور کې پاخه شوي یاهم له کور څخه د باندې، کله یې چې هم ووینو نو د خوراک هوس یې را کې پیدا شي، خو باید ووایو چې د چپس خوړل د سخت زیان لامل ګرځي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې آلو او له آلو څخه جوړ شوي خوراکي د وینې د لوړ فشار خطر ډېروي او له یوې څېړنې ثابته شوې چې د آلو استعمال د لوړ فشاز خطر له یوولس سلنو څخه تر اوه لس سلنو پورې زیاتوي، خو هغه چپس چې وچ شوي ذکر شوی خطر نه لري، ځکه چې له کیمیاوي مرحلې تېر شوي او نه یوازې دا چې مضر بلکې ګټور مواد یې هم ضایع شوي وي.

روغتیایې زیاتوي لکه څنګه چې په آلو انرژي په تېزۍ سره ډېرښت مومي، نو ځکه خو د لوړ فشار خطر رامنځته کوي او په همدې سره د ذهني فشار او د حجرو په فعالیتونو کې ستونزې راولاړوي.

له یوې بلې څېړنې معلومه شوې، هغه ښځې چې ډېر آلو کاروي، د حمل په دوران یې د شکر د ناروغۍ خطر پنځوس سلنه ډېروالی مومي، خو د دالو او سابو په استعمال سره یې دا خطر له نهو څخه تر دولس سلنو کمښت پیدا کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د پوستکي د سپوروالي لپاره باید څه وکړو؟

د پوستکي په حجرو کې د اوبو د کمښت په پایله کې د سپوروالي ستونزې …