کورپاڼه / خبرونه / شعېب اختر د بریا لپاره ویراټ کوهلي ته مشوره ورکړه

شعېب اختر د بریا لپاره ویراټ کوهلي ته مشوره ورکړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر د هند ملي لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي ته مشوره ورکړې ده چې راتلونکې لوبه کې دې د بریا لپاره سم پلان ونیسي.

چینای کې د انګلستان له خوا هند ته د ماتې ورکولو په اړه نوموړی وايي، چې د هند په خاوره انګلستان ستره بریا خپله کړې ده.

شعېب اختر همدا راز وايي، چې د هند لوبډلې ته د ستر کم بېک اړتیا ده.

هغه زیاتوي، چې د انګلستان لوبډلې څخه د لوبې ګټلو لپاره به ویراټ کوهلي او ټیم منیجمنټ یو قوی پلان جوړوي، تر څو بریا خپله کړي.

د یادولو وړ ده چې د انګلستان لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هند ته د ۴۲۰ منډو هدف ټاکلی و، چې د هند لوبډله په ۱۹۲ منډو وسوځېده او انګلستان په ستر توپیر بریا خپله کړه.

دا د جو روټ سلمه ټېسټ لوبه هم وه چې نوموړي پکې غبرګه سلیزه ووهله او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې ترلاسه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …