کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان او کترینه کېف فلم “ټایګر ۳” ثبت په مارچ کې پیلیږي

د سلمان خان او کترینه کېف فلم “ټایګر ۳” ثبت په مارچ کې پیلیږي

د بالییوډ مشهورو اداکارانو سلمان خان او کترینه کیف د نوي فلم “ټایګر ۳” د ثبت شروع کېدو نېټې اعلان شوې دي، چې له مخې به يې د دې فلم ثبت په مارچ میاشت کې پیل شي. د هند نه پرته د دې فلم ثبت په اروپايي هېوادونو کې هم کېږي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د سلمان خان او کترینه کیف ځینې صحنې به د ممبۍ په یوه سټوډیو کې ثبت شي چې دا ثبت به یوه میاشت دوام وکړي.

په اپریل کې به د فلم ثبت وځنډول شي ځکه سلمان خان د خپل فلم “رادهی” پروموشن کوي چې د همدې کال د اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي. همدا راز کترینه کیف به هم د یو بل فلم ثبت ترسره کړي.

د جون په میاشت کې به د “ټایګر ۳” فلم ټول کسان د ۴۰ یا ۴۵ ورځو لپاره اروپا ته لاړ شي چې د فلم ډېره برخه به هلته ثبت کړي.

په راپور کې ویل شوي دي چې د دې فلم ثبت به د سپتمبر په میاشت کې پای ته ورسېږي. د دې فلم لپاره ۳۵۰ کروړه هندي روپۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

مخکې ویل شوي و چې دا فلم به د روان کال په دسمبر میاشت کې نندارې ته وړاندې شي، خو په دغه وخت کې نور مشهور فلمونه هم نندارې ته وړاندې کېږي، نو له امله يې دا فلم بل کال ته ځنډول شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د دې فلم د لړۍ دوه مخکنیو فلمونو کې هم سلمان خان او کترینه کیف کار کړی.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …