کورپاڼه / جالب / له یوه خوا ۸۶ کلن سړی او ۶۵ کلنه ښځه خپلې مینې ته ورسېدل، بله خوا ۲۹ کلنې انجلۍ له ۸۰ سړي سره په مینه واده وکړه

له یوه خوا ۸۶ کلن سړی او ۶۵ کلنه ښځه خپلې مینې ته ورسېدل، بله خوا ۲۹ کلنې انجلۍ له ۸۰ سړي سره په مینه واده وکړه

د پاکستان د قصور په چونیان سیمه کې یوې زړې جوړې په خوښه واده وکړه، ویل کېږي چې دغه جوړه د چونیان تر څېرمه د منوریان د سیمې اوسیدونکي دي، چې سړی یې ۸۶ کلن عطر خان او ښځه بیا ۶۵ کلنه نذیران بي بي نومېږي او دواړو له ماشومتوب څخه یو بل خوښول، چې اوسمهال یې په واده کې یې خپلوانو او کلیوالو هم ګډون کړی و.

د غیر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې عطر خان څلور اولادونه لري، چې میرمن یې شپږ کاله دمخه مړه شوې وه، بله خوا د نذیران بي بي خاوند نهه کاله دمخه مړ شوی و او شپږ اولادونه لري، دوی وایي چې وروسته له هغې یې د واده پرېکړه وکړه چې اولادونه یې یوازې پرېښود.

بله خوا د افریقا یوې ۲۹ کلنې د حقوقو زده کړیالې طرزل راسموس له خپل ځان څخه ۵۱ کاله مشر سړي سره واده کړی، ویل کېږي چې زده کړیالې له ۸۱ کلن ولسن راسموس سره، چې د لمسیانو څښتن دی، په ۲۰۱۶ کال د یوې ورځپاڼې لخوا په تیاره شوې غونډه کې ولېدل او مینه یې ورسره پیدا شوه، طرزل راسموس وایي، چې د دوی مینه رښتیني او ښکلې ده. نوموړې وایي، دوی په لومړني نظر کې سره مئین شول، چې بیا یې ملګرتیا پیل کړه، ولسن هیله لرله چې یوه ځوانه میرمن ولري ترڅو دده خیال وساتي، د انجلۍ مور او مرحوم پلار یې هم په دې اړیکه خوښ ول، چې بیا یې روان کال په ساده ډول سره واده وکړ، چې په واده کې د ولسن لخوا یې ۵۶ کلنه لور شاهده وه.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …