کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: شاهد اپريدى مې د خوښې لوبغاړى و، انضمام راسره ډېره مرسته کړې، پاکستان کې لوبېدو ته ډېر لېواله يم
راشد خان، شاهد اپريدى او انضمام الحق

راشد خان: شاهد اپريدى مې د خوښې لوبغاړى و، انضمام راسره ډېره مرسته کړې، پاکستان کې لوبېدو ته ډېر لېواله يم

د افغانستان ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان د پاکستان ملي لوبډلې لوبغاړي کامران اکمل سره یوه مرکه کړې ده، چې د پي ایس ایل، پاکستان سره د لوبو او کرکټ ته د راتګ تر څنګ په ډېرو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

راشد خان په دې مرکه کې په شل اوریزو لوبو کې د غوره توپ اچونکي په توګه وویل، ډېر خوشحالېږم، د افغانستان نه راتګ او بیا لومړی مقام خپلول، زما او زما د هېواد لپاره ستره او د ویاړ خبره ده، هڅه مې دا ده چې دا لومړی مقام تر ډېر وخته پورې وساتم.

هغه وویل، کرکټ چې مې پیل کړ، شاهد اپريدي او انیل کمبلی مې د خوښې لوبغاړي و. د دوی په لیدو ډېر خوشحالېدم، زما وروڼه هم د دوی مینه وال و.

کرکټ ته د راتګ په اړه نوموړي وویل،  انضمام زموږ د لوبډلې مسوولینو ته وویل، چې تاسې سره یو لیګ سپینر هم نشته، نو دوی ورته وویل چې یو شته خو هغه د شل اوریزو لوبو لوبغاړی دی او یو ورځنیو کې نه شي لوبېدی، بیا انضمام ورته وویل، چې راوې غواړئ، زه چې لاړم نو لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ونه لوبېدم، انظمام راته وویل چې زه به دې نټ کې ګورم او بیا به ستا په اړه پرېکړه کوم.

هغه چې زه په نټ کې ولیدم نو راته يې وویل، چې ته به سبا لوبه کې يې. انضمام ماسره ډېره مرسته کړې ده، هغه خپل واک ته پرېښی وم او هېڅ فشار يې راباندې نه و راوړی.

راشد خان د پي ایس ایل په اړه وویل، پي ایس ایل به زما لپاره نوې تجربه و، ځکه ډېرو سترو لیګونو کې لوبېدلی یم، خو پي ایس ایل کې نه یم لوبېدلی، نو دا ځل به د پاکستاني لوبغاړو سره هم ډېره تجربه ترلاسه کړم.

افغان لوبډله کې د چټکو توپ اچوونکو د نه شتون په اړه نوموړي وویل، موږ سره د چټک توپ اچونې ځوانان شته، چې ۱۳۰ او ۱۳۵ پلس توپ اچونه کوي، خو د دوی سره خواري پکار ده، که په دوی باندې کار وشو، نو ۱۴۰ پلس توپ اچونه به هم وکړي.

په ټي ۱۰ لیګ کې د لوبېدو تجربه هم هغه شریکه کړه او وې ویل، په لومړي ځل چې مې ټي ټین کې لوبې وکړې، نو له هغه وروسته مې پرېکړه وکړه چې بیا به دا لوبې بېخي ګورم هم نه، ځکه دغه سیالیو کې توپوهونکی هر بال وهي او بیا چې د پنځه یا شپږ نه ستا اکانومي ۱۲ او ۱۵ ته پورته شي، نو سړی حېران شي چې زما توپ اچونه خرابه شوه او که څه چل وشو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پاکستان کې د لوبو په اړه راشد خان وویل، موږ هم غواړو چې پاکستان ته درشو او د پاکستان سره لوبلړۍ ترسره کړو، مینه وال هم دا غواړي. ورزش داسې څه دی چې یووالی راولي، دوه قومونه یو کوي، هر څومره چې زموږ ترمنځ ډېرې لوبې وشي، نو زموږ د لوبغاړو لپاره به ډېر ښه وي او مینه وال هم د دې لوبو نه ډېر خوند اخلي. زما د پاکستاني مینه والو له خوا هم ماته پېغامونه راځي چې دلته لوبې وکړه.

نوموړي د ویراټ کوهلي، اې بي ډیویلرز، کین ویلیمسن او بابر اعظم په اړه وویل چې دوی ته توپوهنه سخته ده او زه کوشش کوم چې دوی ته خپل تر ټولو غوره توپونه وکړم، ځکه دوی به بالر اټېک کوي او زه نو بیا په دوی اټېک کوم.

راشد خان پي ایس ایل ته د ورتګ په اړه وویل، پي ایس ایل ته ډېر لېواله یم، مینه وال مې غواړي چې پاکستان ته ورشم او لوبې وکړم، ډېرو پښتنو راته وویل، چې پېښور زلمي کې ولې نه يې، نو ما ورته وویل چې دا خو د ډرافټ سیسټم دی. شاداب سره مې هم په دې اړه خبرې وکړې. ما خو ټول لیګونه کړي دي، یوازې پي ایس ایل مې نه دی کړی، ټولو لوبغاړو راته ویلي دي چې که ته راشې نو له لوبو به ډېر خوند واخلې.

Loading...

دا هم ولولئ

زمبابوې، سين ويليمس او سکندر رضا

لومړى ټېسټ، لومړۍ ورځ: زمبابوې له افغانستان نه ٢ منډې مخکې شوه

د افغانستان او زمبابوې د لومړۍ ټېسټ لوبې لومړۍ ورځ پاى ته ورسېده، چې زمبابوې …