کورپاڼه / روغتيا / د ویښتانو د روغتیا په اړه د عامو خلکو لوې تېروتنې

د ویښتانو د روغتیا په اړه د عامو خلکو لوې تېروتنې

د ویښتانو ساتنه یو شخصي انتخاب ګڼل کېږي او دا چې ویښتان باید څو ځلې ووینځل شي، د ویښتانو او د سر د پوستکي په جوړښت، په ویښتانو کې موجودو طبیعي غوړو او شخصي لومړیتوبونو پورې اړه لري.

د ځینو کسانو لپاره د ویښتانو ډېر وینځل د ویښتانو د خرابېدو، سپوروالي او خارښت سبب ګرځي، خو د ځینو لپاره بیا کله ناکله و یښتانو وینځل ذکر شوي ستونزې زېږوي.

په عام ډول د ګڼ شمېر خلکو لپاره په ورځني ډول د شامپو کارول اړین نه وي او په اوونۍ څو ځلې یوازې په اوبو سره یې وینځل ګنده ګي او ګرد او غبار پاکوي او دا چې په اوونۍ کې باید څو ځلې ویښتان ووینځل شي، د یو شخص په شخصي پرېکړه پورې اړه لري.

هغه کسان چې د ویښتانو د سپوروالي یا پخې ستونزه لري، خپل ویښتان دې په ورځني ډول یاهم په دویمه ورځ نه وینځي، بلکې په کله ناکله وینځلو سره یې د ویښتانو طبیعي غوړ محفوظ پاتې کېږي او پوستکی یې نمجن ساتل کېږي.

دا هم ولولئ

له لوړ فشار څخه څه ډول ځان وژغورو؟ آسانه طریقه یې دلته ولولئ

په عام ډول د منځني عمر کسان د وینې له لوړ فشار سره مخ وي …