کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغان انځورګر نه په ټویټر کې مننه کړې

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغان انځورګر نه په ټویټر کې مننه کړې

د افغانستان مشهور انځورګر حمدالله ارباب د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي انځور جوړ کړی، چې هغه هم ترې په ټویټر کې مننه کړې ده.

دوه ورځې وړاندې د هند او افغانستان ترمنځ د شاتوت بند د جوړولو تړون لاسلیک شو، چې دا بند به د هند په مرسته جوړ شي او د ډېرې ځمکې د خړوب ترڅنګ کابل ته به د څښاک اوبه هم ورکوي.

دا د افغانستان لپاره یوه ستره پروژه ده، چې د افغانستان اوبه به مهار او د هېواد او خلکو په ګټه به وکارول شي.

د دې تړون پر مهال د هند لومړی وزیر نریندرا مودي او ولسمشر محمد اشرف غني په انلاین بڼه ناسته هم ترسره کړه او د افغان-هند دوستۍ د لا پیاوړې کولو په موخه يې ژمنې هم وکړې.

د هند د دې سترې مرستې وروسته د افغانستان مشهور انځورګر حمدالله ارباب د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي یو انځور جوړ کړ، چې په ټویټر کې يې خپور کړ او ترڅنګ يې د نریندرا مودي نه مننه وکړه او افعان هند دوستي زنده باد يې هم ورسره لیکلي و.

د حمدالله ارباب دا ټویټ نریندرا مودي له خپل رسمي اکاونټ څخه ریټویټ کړی دی او د حمدالله ارباب څخه يې مننه کړې ده. نوموړي دا انځور د ځان لپاره ستره ډالۍ ګڼلې او د افغان-هند دوستي یادونه يې هم کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

روهن شریستا له شردا کپور سره د واده کولو لپاره له خپل پلار څخه اجازه واخیست

د نیپالي نژاده هندوستاني فوټوګرافر یا عکس اخیستونکې روهن شریستا پلار راکیش شریستا د خپل …