کورپاڼه / جالب / د لاس اینجلس پولیسو شپېته کاله مخکینی ولچک یا هتکړۍ بېرته ترلاسه کړه

د لاس اینجلس پولیسو شپېته کاله مخکینی ولچک یا هتکړۍ بېرته ترلاسه کړه

د امریکا د لاس اینجلس ایالت پولیسو یوه داسې کڅوړه ترلاسه کړې، چې ور پکې شپېته کلن ولچک یا هتکړۍ، د بخښنې یو لیک او سل ډالرو شتون درلود.

د ولچک واپس کوونکي شخص ویلي، چې دی اوس د څلور اویا کلونو په عمر او د لمسیانو خاوند دی. د ویسټا د سیمې اوسیدونکی دغه شخص لیکي، چې شپېته کاله یاهم له دې وړاندې د بیګ بوایی د ریسټورانټ په شاوخوا کې له یو پولیس افسر څخه دغه ولچک لوېدلی و، چې بیا ده را اخیستی او له ځان سره یې ساتلی و.

دغه شخص زیاتوي، چې دی خپله غلطي مني، چې ولچک یې پورته کړی او چاته یې په اړه څه نه دي ویلي. د لیک په یوه برخه کې لیکي، چې ولچک ددې لپاره بېرته سپاري، ترڅو د خپل ۶ او ۹ کلن لمسیانو لپاره د امانت ساتنې یو عملي مثال وګرځي.

که څه هم دې سړي د غلا یا د ولچک د پورته کولو لامل نه دی څرګند کړی او ویلی یې دي چې په دې اړه کوم معقول دلیل نه شي بیانولی، خو د غلطۍ اعتراف کوي او مني چې غلط کار یې ترسره کړی.

۷۶ کلن شخص وایې چې دې مهمې ادارې ته سل ډالر د ډالۍ په څېر ورکوي او په ځواب کې یې د لاس اینجلس پولیس په یو ټویټ لیکي، کله چې هم یو سم کار کوئ، نو بیا هیڅکله یې ځنډ ونه ګڼئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ یو څو حیرانوونکې عکسونه دلته وګورئ

نن ورځ موږ خپل مینوالو او لوستونکو ته ځینې داسې عکسونه برابر کړي، چې په …