کورپاڼه / هنر او کلتور / پریانکا چوپړه عاجزي له چا زده کړې؟

پریانکا چوپړه عاجزي له چا زده کړې؟

د بالیووډ فلمونو مشهورې اداکار پریانکا چوپړه کتاب خپور شوی دی چې تر ډېره د بحث لاندې دی، ځکه نوموړې په کې په ډېرو داسې موضوعاتو لیکل کړي دي، چې تر دې مخکې یې په اړه نه وه غږېدلې.

په دې کتاب کې نوموړې د خپل لومړي تامل په اړه هم لیکل کړي دي.

هغه لیکي چې عاجزي يې د خپل ملګری اداکار او د تامل فلمونو تر ټولو مشهور اداکار تیلاپتي ویجی څخه زده کړې ده. په دې فلم کې پریانکا چوپړه په خپل غږ کې یوه سندره هم ویلې ده.

نوموړې په ۲۰۰۰ کال کې د نړۍ په کچه د ښکلا مسابقه وګټله او له هغه وروسته يې فلمي نړۍ ته مخه کړه چې په “تامیزان” کې یې کار وکړ. په دې لومړي فلم کې له هغ‌ سره تیلاپتي ویجی کار کړی و.

په خپل کتاب کې پریانکا چوپړه لیکي، ډېر کلونه وروسته چې په نیویارک کې زما د کوانټیکو سریال ثبت و، نو هلته زما ډېر مینه وال راغونډ شوي و او ماسره يې د عکسونو اخیستو هیله لرله. هغه ځای کې ما احساس کړه چې د تیلاپتي ویجی څخه مې عاجزي په خپل لومړي فلم کې زده کړې وه چې دا یې پایله وه.

Loading...

دا هم ولولئ

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو …