کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان (بولاني) په نړۍکې لومړی مقام ترلاسه کړی

د افغانستان (بولاني) په نړۍکې لومړی مقام ترلاسه کړی

خپلواک وېبپاڼه (۲۲ اکتوبر ۲۰۱۹): د ۵۰ هېوادونو په خوراکي خوړو کې د افغانستان (بولاني) د خلکو زړونه ګټلي او همدا راز اول مقام يې ترلاسه کړی دی.

د معلوماتو تر مخه، امریکايي سي اېن اېن رسنۍ په وروستیو کې د ۵۰ هېوادونو د خوړو په اړه یو راپور کړی، چې په ټولو کې لومړی مقام د افغانستان (بولاني) ترلاسه کړی دی.

بولاني چې د افغانستان په هر ولایت کې د سرکونو په سر پخېږي او خرڅېږي، تر ټولو ډېر خوړونکي هم لري او د سټرېټ فوډ یا سرک سر خوړو کې تر ټولو ارزانه او ښه خوراک هم دی.

بولاني چې پيرکي هم ورته ویل کېږي، د وړو نه پخېږي، چې زیات وخت پکې الو یا کچالو او ګندنه اچول کېږي، خو خلک پکې نورې سبزۍ او غوښه هم اچوي.

په دغه راپور کې بیا دویم مقام د د ارمستان ډوډۍ (لاواش) ترلاسه کړی دی، چې دا هم بولاني ته ورته ډوډۍ یا خوراک دی.

همدا راز د اسټرالیا د (دمبپر) په نوم ډوډۍ دریم مقام ګټلی او د بنګله دېش (لوشي) په څلورم مقام راغلې ده. پنځم مقام بیا د برازیل (پامژیکیژوي) ترلاسه کړی دی.

د یادولو ده چې د ډوډۍ تاریخ پوهان وايي، چې ډوډۍ هېڅ تعریف نه لري او د هرې ټولنې خلک چې ورته خپل کوم تعریف لري، هماغه تعریف سم دی.

١١٦ کلن بابا واده غواړي:

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …