کورپاڼه / بېلا بېل / آیا تاسې د غریبې کورنۍ څخه یئ که له شتمنې څخه، د ګوتمې ګوته یې راز وایي

آیا تاسې د غریبې کورنۍ څخه یئ که له شتمنې څخه، د ګوتمې ګوته یې راز وایي

د انګلیستاني ارواپوهانو د یوې نوې څېړنې له مخې د خلکو د شهادت او د ګوتمې د ګوتو په اوږدوالي کې توپیر او د دوی د کورنۍ د لاسته راوړنو یا د مالي حالاتو ترمنځ په زړه پورې اړیکه موندلې.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي، چې د سوانسي پوهنتون ارواپوهان پر یو نیم لک کسانو د څېړنېزې سروې په پایله کې ویلي، هغه کسان چې د شهادت ګوته یې د ګوتمې له ګوتې څخه اوږده وي، دا ډول خلک د شتمنې کورنۍ څخه ګڼل کېږي، خو هغه کسان چې د شهادت ګوته یې د ګوتمې له ګوتې څخه اوږده وي، دا ډول خلک د غریبې کورنۍ څخه وي او کورنۍ لاسته راوړنې یې کمې یاهم مالي ستونزې لري.

د څېړنېزې ډلې مشر استاد جان میننګ وایي، چې د شهادت او د ګوتمې د ګوتو په اوږدوالي کې توپیر په یو ډول هورمون پورې اړه لري، یعنې هغه کسان چې د ټیسټاسټرون هورمون کچه یې لوړه وي د ګوتمې ګوته یې اوږده وي او هغه کسان چې د ایسټروجن هورمون یې زیات وي د شهادت ګوته یې اوږده وي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …