کورپاڼه / خبرونه / فرهان يوسفزي د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزى له دندې ليرې کړى؟
رييس احمدزى

فرهان يوسفزي د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزى له دندې ليرې کړى؟

داسې اوازې خپرې شوې دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ فرهان يوسفزي د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزى له دندې ليرې کړى دى.

د کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخوانى مشر او ورزشي خبريال ابراهيم مومند وايي، چې يوې سرچينې ورته ويلي دي، چې ((ښاغلى رئيس احمدزى له دندې څخه په کور شوى دى.))

نوموړى په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکي: ((د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، د ايرلېنډ خلاف د تېرې مياشتې سياليو ته هم د رئيس احمدزي، کپتان اصغر افغان او کرکټ بورډ کې د يو شمېر غير مسلکي کسانو ترمنځ د لوبډلې په ټاکنه کې ناندرۍ راولاړې شوې وې او ښايي دا ځل بيا د ملي لوبډلې په اعلان کې د اوسني ځنډ لامل هم همدا بيا ځلي ناندرۍ وي.))

بلخوا خپلواک وېبپاڼې هڅه وکړه چې دا خبر د کرکټ بورډ څخه تاييد کړي، خو په کرکټ بورډ کې يوې سرچينې له دې خبره ناخبري ښکاره کړه او وې ويل، چې ښايي دا به اوازه وي.

د يادولو وړ ده چې افغانستان له زمبابوې سره ٢ ټېسټ او ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې د راتلونکې مارچ مياشتې په پيل کې ترسره کوي، خو د دې سياليو لپاره تراوسه پورې هم نه لوبډله اعلان شوې ده او نه هم د سياليو د ځاى معلومات شته، چې په کوم ځاى کې به ترسره شي.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ د يادو سياليو لپاره تراوسه پورې هېڅ سپانسر نه دى پېدا کړى او له څه وخت راهيسې په فېسبوکپاڼه کې د سپانسر پېدا کولو په موخه خبرپاڼې خپروي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …