کورپاڼه / روغتيا / ډېری وخت ولې د بدن د یوې برخې په جام کېدو، د مېږي مېږي کېدو احساس کوو؟

ډېری وخت ولې د بدن د یوې برخې په جام کېدو، د مېږي مېږي کېدو احساس کوو؟

آیا کله مو د لاس، پښې یا بدن د کومې برخې د جام کېدو احساس کړی، چې په لږ خورېدو یې هم داسې احساس کېږي، لکه ښه ډېر مېږیان چې په یوځای راټول شوي وي، دې حالت په طب کې (paresthesia) ویل کېږي.

ویل کېږي چې دا ډول حالت ځکه رامنځته کېږي، چې د بدن په دې برخه کې د وینې جریان کمېږي، خو کله چې د دویم ځل لپاره حرکت ورکوو، نو د لږې غوندې مېږي مېږي احساس کوو.

که چېرته یو شخص له دا ډول همیشني حالت سره مخ شي، نو دا د یوې بلې ستونزې پر لور اشاره کوي لکه د یو پخواني عصبي زخم یاهم کومه عصبي ناروغي او نور

دا ډول نورې کومې ستونزئ زېږوي؟ په عام ډول دا حالت په لږ حرکت سره هم ختمېږي، خو ځینې ستونزې هم راولاړولی شي لکه د وینې د دوران ستونزې، ستړیا او د خوب کمښت،

د مېږي مېږي کېدو ستونزه څنګه حل کړو؟ که چېرته له دا ډول ستونزې سره مخ شوئ، ورزش وکړئ یاهم هماغه برخه مساج کړئ، خو که ستونزه جدي وه نو باید ډاکتر ته مراجعه وکړئ

په کوم حالت کې ډاکتر ته مراجعه وکړو؟ که چېرته ستاسې د بدن یوه برخه بیا بیا جام کېږي او دا ستونزه د بدن نورو برخو ته پراخېږي، ساه اخیستل درته ستونزمن وي، د سترګو دید مو کمزوری وي، خبرې کول درته مشکل وي او داسې نور ستونزې لرئ، نو باید ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …