د ډېورنډ په کرغېړنه کرښه د تورخم دروازه چې هره ورځ پرې سلګونه او ان زرګونه خلک کوزې پښتونخوا ته ځي او يا هم بېرته راستنېږي، د تګ راتګ حالت يې ډېر بد دى او ډېرى خلک شکايتونه کوي، چې دواړو خواوو ته له خلکو څخه پېسې اخيستل کېږي.
څو ورځې وړاندې د ننګرهار والي په خپل يو پېغام کې ويلي و، چې د خلکو د تګ راتګ لپاره يې اسانتياوې رامنځته کړي دي او ټول خلک به منظم په لاره تګ راتګ کوي.
خو هغه خلک چې په دې وروستيو کې يې د تورخم په دروازه تګ يا راتګ کړى دى، هغوى شکايت کوي.
موږ د يو شمېر هغه کسانو پېغامونه راغونډ کړي دي، چې په دې لاره يې سفر کړى دى او د پېسو اخيستو او نورو ستونزو يادونه يې کړې ده.
خلک شکايت کوي، چې دواړو خواو ته ډېر اوږد انتظار کوي، همدا راز د پېسو په بدل کې بيا نور کسان مخکې کېږي.
د تورخم په دروازه کې دا حالت له ډېر وخت راهيسې روان دى، خو د دواړو خواو چارواکو د دې ستونزې د حل په موخه داسې کوم ګامونه نه دي پورته کړي، چې دوامداره حل لار ورته پېدا کړي.