کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نور احمد لکڼوال پي ايس ايل کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړ
نور احمد لکڼوال

نور احمد لکڼوال پي ايس ايل کې د ګډون په موخه پاکستان ته لاړ

د افغانستان کم عمره لوبغاړى نور احمد لکڼوال د پاکستان سوپر ليګ کې د ګډون په موخه نن پاکستان ته لاړ، چې په کراچۍ کې به د خپلې لوبډلې سره يو ځاى شي.

١٦ کلن نور احمد لکڼوال چې تراوسه پورې يې د افغانستان لپاره کومه نړيواله لوبه نه ده ترسره کړې، خو بيا هم په تجارتي ليګونو کې يې د لوبډلو پام ځان ته اړولى دى.

نور احمد په پي ايس ايل کې په لومړي ځل لوبېږي، خو دا څلورم تجارتي ليګ دى، چې هغه پکې اخيستل شوى دى.

تر دې مخکې نوموړى په کارابين پريمئير ليګ، بيګ باش او ټي ١٠ ليګ کې هم اخيستل شوى و، خو هغه يوازې په بيګ باش تجارتي ليګ کې ولوبېده.

په کارابين پريمئير ليګ کې د وېزې د ستونزې له امله او په ټي ١٠ ليګ کې د ټپي کېدو له امله نوموړي ګډون ونکړ، خو په بيګ باش تجارتي ليګ کې هغه بيا برخه واخيسته.

د پاکستان سوپر ليګ دويم تجارتي ليګ دى، چې نور احمد لکڼوال به پکې ولوبېږي.

نوموړى په دغه سياليو کې د کراچۍ کنګز لوبډلې له لوري اخيستل شوى دى، چې په ياده لوبډله کې د افغانستان تجربه کاره لوبغاړى محمد نبي هم اخيستل شوى دى.

د پاکستان سوپر ليګ د روانې فبرورۍ مياشتې په ٢٠مه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پيلېږي، چې لومړۍ لوبه کې به د کراچۍ کنګز او کوټه ګليډيټرز لوبډلې سره مخامخ شي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز خپله دویمه سویلي افریقا ته وبایلله

د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې …